IQNA

طالبان د ټولشموله حکومت د جوړیدا لپاره د روسانو سپارښتنو ته غوږ  ږدي

16:44 - January 16, 2023
د خبر لمبر: 3486757
ایکنا-(تهران)د طالبانو دموقته حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي د اقغانستان به چارو کې دروسیې ځانګړي استازی ضمیر کابلوف ته ډاډ وکرړی چې دطالبانو دحکومت رهبری دخپلو روسي دوستانو سپارښتنو ته غوږ ږدي  او  د یوه ټولشموله حکومت پر جوړیدا او همداراز د افغانستان د میرمنو او انجونو د اساسی حقوقو پشمول د بشری حقوقو د مسئلو په باب  کارکوي.

ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت  خارجه وزیرپه کابل کې د افغانستان په چارو کې د روسیې له ځانګړي استازي سره په کتنې کې ډاډ ورکړ،دغه حکومت  د ټولشموله حکومت د جوړیدا،د میرمنو اوانجونو دبنیادي حقوقو پشمول دبشری حقوقو په باب د خپلو  روسي دوستانو سپارښتنو ته  غوږ ږدي.

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف افغانستان ته تللی او د افغانستان طالب چارواکو سره ئې لیده کاته کړي دي.

په راپور کې وئيل شوي دي،د طالبانو دموقته حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي ضمیر کابلوف ته ډاډ وکرړی چې دطالبانو دحکومت رهبری دخپلو روسي دوستانو سپارښتنو ته غوږ ږدي  او  د یوه ټولشموله حکومت پر جوړیدا او همداراز د افغانستان د میرمنو او انجونو د  اساسی حقوقو پشمول د بشری حقوقو د مسئلو په باب  کارکوي.

په کابل کې دروسیې د سفارت په اعلامیې کې وئيل شوي دي، د روسیې د پلاوي او طالبانو ترمینځ د خبرواترو د بحث په موضوعګانو کې له روسیې د وارداتو د ودې  او روسیې ته دافغانستان د صادراتو لپاره د ښو شرائطو د رامینځةکولو او همداراز د له ترهه ګرۍ او د نشه ایزو موادو له ګواښ سره په مبارزې کې د ملګرتیاپشمول  داقتصادي اړیکو او دتجارتي چارو د پراختیائي مشورې شاملې دي. په دغې کتنې کې روسیي ډيپلوماټ، ملی پخلاینې  ته د رسیدا او د سولې زر ټینګیدا لپاره د افغانستان له ولسه ملاتړ ته د ماسکو پر ژمنتیا ټينګار وکړ.

روسي لوري همداراز د افغانستان له اوسنی حکومته غوښتي څو د نړیوالې ټولنې  غوښتو ته دې چې  دسولې  دټينګیدا،دیوه خپلواکه  او له ترهه ګرۍ او نشه ایزوموادو د پاک هیواد دپراختیا په اړه دي ، پام وکړي.

له دې مخکې د طالبانو خارجه وزارت  دامیر خان متقي له قوله  په یوې خبرتیا کې وئيلي وو،روسیه د  افغانستان په بهرني سیاست کې له ځانګړي ځائيګي څخه برخمنه ده.

کابلوف هم دغه راز وئيلي دي ، چې روسیه په افغانستان کې د پراختیا او ثبات غوښتونکې ده  او نه غواړي ،د لویدیځي هیوادونو په څیر  په افغانستان نیوکې وکړي او ددوي په داخلی چارو کې ګوتې ووهي.

https://www.irna.ir/news/84998370/%D

captcha